د ایرنا خبري آژانس د خبر له مخې، د ایران د فارس ولایتی محکمې مشر حجت الاسلام والمسلمین سید صدرالله رجایي نسب نن یکشنبه د لړم په دیارلسمه نیټه وویل: یولس کسان چې په ایران کې د داعش د اصلی هسته په توګه پیژندل شوی وو تیر کال ونیول شول او قضايي چارواکو ته وسپارل شول.
رجایي نسب په دې خبرې سره چې دغه کسان د هغو عاملینو له جملې څخه وو چې د شاه چراغ (ع) په زیارت باندې د حملې په شمول یې د څو ترهګریزو عملیاتو پلان جوړ کړی وو، زیاته کړه: د دغو عاملینو نیول د یوه قضایي حکم او د فراجا د استخباراتو د عمومي ریاست، د فارس ولایت د فجر د ګارنیزیون د استخباراتو د ادارې په ګډون د ګډو عملیاتو په ترڅ کې د هېواد په څو برخو کې نيول شوي او شيراز ته لېږدول شوي دي.
د فارس ولايت د محکمې رييس د هېواد له يوې جنوبي ولسوالۍ او د فارس ولايت له يوې جنوبي ولسوالۍ څخه د داعش د مشرانو د نيولو پيل وباله او څرګنده يې کړه: د لومړي شکمن له نيولو وروسته اته تنه نور ونيول شول او د حکم سره سم د څېړنو له پرمختګ وروسته درې نور شکمن کسان هم د عدلي او قضايي ارګانونو په همغږۍ ونيول شول.
هغه وويل: د موضوع د حساسیت او په هېواد کې د داعش د ټولو فعالو غړو د پېژندنې، نیول کېدو او له منځه وړلو په موخه دا موضوع په محرمانه توګه ترسره شوه.
رجایي نسب له نیول شویو کسانو څخه د معلوماتو د ترلاسه کولو تفصیل هم بیان کړ او زیاته یې کړه زیاته یې کړه: د کشفي ټولني په هڅو او د امنیتي افسرانو له خوا د ۲۷۰۰ ساعتونو پرله پسې څیړنو او د قضیې د ځانګړي پلټونکي له خوا د ۷۰۰ ساعتونو مستقیمو څیرنو په پایله کې، نور اړوند کسان وپيژندل شول او پټې زاويې يې کشف او د هغه بل رابط هم د فارس ولايت د استخباراتو د عمومي رياست له خوا وپيژندل شو او ونيول شو؛ په دې لړ کې له تورنو کسانو څخه په يو ګاونډي هيواد کې دتروريستي فعاليتونو په باب معلومات ترلاسه شول.
هغه په ادامه کی وویل: په تحقیقاتو کی یوه بله تروریستی ډله هم د فارس ولایت د استخباراتو د عمومی ریاست له خوا په یوه ګاونډ ولایت کی وپیژندل شوه او له منځه یوړل شوه.
رجایي نسب دې ته په اشارې سره چې ټول نیول شوي عناصر د داعش تجربه کاره غړي دي او حتی په سوریه کې د جګړې تاریخ هم درلود، زیاته کړه: دوه اصلي تورن کسان چې نیول شوي دي له داعش ترهګرې ډلې سره دوامداره او ژورې اړیکې درلودې.
د پیغام پای/
Your Comment